کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان مرکزي تنظیم تاجران ویاند کاشف حیدري څرګنده کړې چې تنظیم د هړتال هېڅ اعلان یا غوښتنه نه ده کړې. نوموړي وویل، د تنظیم په نوم د هړتال په اړه له خپرو شویو هر ډول اعلانونو سره مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان هېڅ تړاو نه لري. د هغه په وینا، د تنظیم پرېکړې د مشر، صوبايي کابینې او ویاند په ګډه مشوره کېږي او د هر ډول هړتال یا ګډ اقدام رسمي اعلان به یوازې د تنظیم له مجازې سرچینې کېږي. هغه له سوداګرو وغوښتل چې د تنظیم په نوم د هر بیان یا پیغام له منلو مخکې یې تصدیق وکړي.
