مقامی ۲ ستمبر ۲۰۲۶

د سردار عطاالله مېنګل پنځمه تلین، اختر مېنګل د شاهواني سټېډیم پېښې د پلټنو په اړه ځواب وغوښت

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل د خپل پلار سردار عطاالله مېنګل د پنځم تلین په مناسبت ویلي چې یو کال وړاندې د شاهواني سټېډیم سریاب په غونډه کې د ځانمرګي برید له امله د هغه ګڼ پلویان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو. نوموړي پوښتنه کړې چې د پېښې له تېرېدو یو کال وروسته د اصلي عاملانو او د هغوی د مرستندویانو پر ضد د پلټنو او اقداماتو په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی. سردار اختر مېنګل وویل چې د شهیدانو کورنۍ حق لري پوه شي چې د پېښې مسوول کسان څوک وو او د هغوی پر ضد څه ډول کارروایي شوې ده. هغه له ریاستي ادارو څخه د پېښې د پلټنو د پرمختګ په اړه د واضح معلوماتو غوښتنه وکړه.