تازه خبرونه ۲ ستمبر ۲۰۲۶

د محمود خان اڅکزي د لور پروفیسورې تاتره اڅکزي پر ضد د نیولو وارنټ، عبوري ضمانت منظور

کوټه ( نوې ژوند ویب نیوز) د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د لور پروفیسورې تاتره اڅکزي پر ضد د نیولو وارنټ جاري شوی، خو نوموړې نن له خپلو وکیلانو سره محکمې ته له حاضرېدو وروسته عبوري ضمانت ترلاسه کړی دی. د سرچینو له مخې، د پوهنتون ادارې د پروفیسورې تاتره اڅکزي د سیاسي فعالیتونو، په ځانګړي ډول پر ټولنیزو رسنیو د سیاسي موضوعاتو په اړه د خپرونو له امله مخکې خبرتیا ورکړې وه، چې وروسته یې پر ضد د نیولو وارنټ جاري شو. ویل کېږي چې د نوموړې پر ضد وارنټ د پښتون قومي جرګې له ګډون وروسته جاري شوی دی. پروفیسورې تاتره اڅکزي نن له خپلو وکیلانو سره محکمې ته حاضره شوه، چې محکمې ورته عبوري ضمانت منظور کړ. د مقدمې راتلونکې اورېدنه د سپټمبر پر ۱۵مه ټاکل شوې ده.