کوټه (وېب نیوز) د عامه حسابونو د کمېټې د فرعي کمېټې په غونډه کې د مذهبي چارو وزارت د یو ارب ۳۰ کروړه او ۲۰ لکه روپیو د بې حسابه لګښت انکشاف شوی دی. د پلټنې چارواکو وویل چې وزارت په ۲۰۱۲-۱۳ کال کې دغه پیسې لګولې، خو د پیسو د حساب کتاب کتابچه یې نه وه جوړه کړې او پر وخت یې نه وه تازه کړې. د وزارت چارواکو وویل چې په دې معامله کې درغلي نه ده شوې، خو پلټونکو د مسؤلینو د ټاکلو اړتیا څرګنده کړه. د کمېټې مشرې اړوندو چارواکو ته په یوه میاشت کې د راپور وړاندې کولو لارښوونه کړې ده.
