کوټه (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ بورډ مشر سناتور محسن نقوي ویلي چې د ملي لوبډلې پر کمزورې کارکردګۍ ډېر خواشینی دی، خو له نیوکو نه وېرېږي. نوموړي ومنله چې په ټېسټ کرکټ کې د لوبډلې کارکردګي ډېره خرابه وه او باید پر لوبغاړو باور وساتل شي، د هغوی سپکاوی به ونه زغمي. محسن نقوي وویل چې په انګلستان کې د نورو چارو ارزونه روانه ده او اوس مهال غواړي یوازې د کرکټ په اړه خبرې وکړي.
