کوټه (وېب نیوز) د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې چین د منځني ختیځ لپاره د نوي امنیتي نظام په جوړولو کې د سیمه ییزو هېوادونو ملاتړ کوي. نوموړي د مصر د سفر پر مهال په قاهره کې له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په لیدنه کې د منځني ختیځ د ګډ امنیت لپاره پر جامع حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سیمې ولسونه باید د خپلو چارو واک په خپله ولري او بهرنی لاسوهنه رد کړي. شي جین پینګ وویل چې د فلسطین مسئله د منځني ختیځ د موضوع اصلي برخه ده او باید له پامه ونه غورځول شي.
