وندر (وېب نیوز) د وندر بند پر پروژه کارکوونکو ورځنیو مزدورانو ته له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اجرتونه نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې مزدورانو کار بند او د پروژې د مرکزي دروازې مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. مزدورانو ویلي چې د اجرتونو د نه ورکړې له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د کورنیو، خوراک او ماشومانو اړتیاوې پوره کول ورته ستونزمن شوي دي. هغوی له چارواکو غوښتنه کړې چې د څلورو میاشتو ټول پاتې اجرتونه ژر تر ژره ورکړي او په راتلونکي کې د وخت پر سر د معاشونو ورکړه یقیني کړي.
