کوټه (وېب نیوز) پاکستان او سعودي عربستان د سایبري ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او د مهمو ملي ګټو د ساتنې لپاره د سایبري امنیت په برخه کې د همکارۍ پر یادداشت لاسلیک کړی دی. په ریاض کې د پاکستان د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د سعودي د ملي سایبري امنیت ادارې ترمنځ پر یادداشت د وفاقي وزیرې شزا فاطمه خواجه او د سعودي ادارې د مشر انجینر ماجد المزید لاسلیکونه شوي دي. د هوکړې له مخې به د سایبري ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د تجربو او مهارتونو تبادله کېږي، په همدې ترڅ کې شزا فاطمه خواجه د ډیجیټل همکاریو د پراختیا لپاره د ډیجیټل کوآپریشن سازمان له عمومي منشي سره هم لیدلي دي.
