مقامی ۲ ستمبر ۲۰۲۶

مهرګړ ته د ډرون برید د غندنې وړ دی، اسلم رییساني

کوټه (وېب نیوز) پخواني اعلی وزیر بلوچستان نواب محمد اسلم خان رییساني پر مهرګړ د مبینې ډرون برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې د ځواک کارولو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. نوموړي وویل، مهرګړ د هېواد د تاریخي، قومي او قبایلي میراث نښه ده او د داسې پېښو له امله به د محرومیت او کرکې احساس نور هم زیات شي. نواب رییساني ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې دې د ترینګلتیا پر ځای امن، سیاسي خبرې او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړل شي او د قومي او قبایلي حقونو لپاره به سوله ییزه سیاسي مبارزه روانه وي.