کوټه (نوې ژوند پښتو ورځپاڼې) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي منشي نواب محمد ایاز خان جوګیزي ویلي چې په پښتونخوا وطن کې روانه ناامني د قبضه کوونکو قوتونو له خوا رامنځته شوې او چېرته چې طبیعي سرچینې او معدني وسایل موجود وي، هلته د ترهګرۍ د خپرولو هڅې کېږي، څو ولس ووېرول شي، د هغوی پر ځمکو او طبیعي سرچینو قبضه وشي او خلک له خپلو سیمو د کډه کولو ته اړ کړل شي. نوموړي دا څرګندونې په کوټه کې د اګست پر ۳۰مه، ۳۱مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د پښتون قومي جرګې د درې ورځني کنفرانس په پای کې د جرګې په صدارتي وینا کې وکړې. نوموړي د بریالي او تاریخي جرګې پر جوړېدو د جنوبي پښتونخوا ولس او پښتون قام ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې جرګې د خپل وطن او ولس د راتلونکي د خوندي کولو لپاره تاریخي پرېکړې کړې دي. هغه وویل چې پښتونخوا وطن د بېلابېلو سازشونو له لارې د تباهۍ پر لور وړل شوی، په لومړي پړاو کې د خلکو اقتصادي وژنه شوې او اوس په بېلابېلو نومونو په ښکاره ډول خلک وژل کېږي. نوموړي وویل چې انسان په هر ډول شرایطو کې ژوند تېرولی شي، خو په ناامنۍ کې ژوند ناشونی دی او په سیمه کې ترهګري، ناامني او بې قانوني دې حد ته رسېدلې چې خلک حتی په خپلو کورونو کې ځانونه خوندي نه احساسوي. نواب ایاز جوګیزي وویل چې د جرګې له خوا د ۱۴۰۰ څخه د زیاتو غړو ټاکل د پښتونخوا وطن د راتلونکي د جوړولو او خوندي کولو لپاره مهم ګام دی او د جرګې جوړ شوي بنسټونه به د پښتنو ترمنځ د کورنیو شخړو، قومي اختلافاتو او قبایلي رنجشونو د هواري لپاره کار کوي. هغه پر پښتنو غږ وکړ چې خپلمنځي دښمنۍ او اختلافات ختم کړي، متحد او منظم شي او د خپلو حقونو لپاره ګډه مبارزه وکړي. نوموړي د ښځو د حقونو په اړه وویل چې دښمنیو کې د ښځو د بدل په توګه د ورکولو دود باید له منځه یووړل شي او ښځو ته د اسلامي او پښتني دودونو له مخې خپل حقونه ورکړل شي. هغه وویل چې پښتانه د نړۍ له مهمو طبیعي سرچینو لرونکې خاوره لري، خو پښتانه ځوانان په پردیو هېوادونو کې د مزدورۍ او حتی د کثافاتو راټولولو ته اړ شوي، په داسې حال کې چې د خپل وطن سکاره، کرومایټ او نور معدني وسایل د مزدورانو په توګه د نورو لپاره استخراجوي. نوموړي پر ځمکو د غیر محلي کسانو د مبینې الاټمنټ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پښتنو د خپلمنځي اتفاق د نشتوالي له امله نور کسان د اسنادو له لارې پر پراخو ځمکو د ملکیت دعوې کوي. نواب ایاز جوګیزي ادعا وکړه چې د «ګرین پاکستان» پروژه د پښتون وطن د ځمکو د قبضې یوه طرحه ده او له ولس څخه یې وغوښتل چې د ټراکټورونو، ټیوب وېلونو او لمریزې برېښنا په نومونو د ځمکو له انتقالاتو او پورونو څخه ځان وساتي. هغه د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د اوبو د بېځایه استعمال له امله د څښاک او کرنې اوبو بحران رامنځته کېدای شي او ځمکې د وچېدو له خطر سره مخ کېدای شي. نوموړي همدارنګه د ځوانانو د نشهيي توکو پر روږدي کېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د یوې دسیسې له مخې د پښتنو نوی نسل په نشو روږدی کېږي، څو له خپلو حقونو او سیاسي او قومي مبارزې څخه لاس واخلي. هغه د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پښتونخوا وطن او ځوانانو د راتلونکي د ژغورلو لپاره باید ټول پښتانه په ګډه عملي ګامونه پورته کړي.
