کوټه (ویب نیوز): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ویلي چې افغانان په خپل منځ کې هېڅ ډول اختلاف نه لري او کوم اختلافات چې په تېرو وختونو کې موجود وو، هغه ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو. نوموړي د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ولس په تېرو وختونو کې هم د نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او اوس هم دې ته چمتو دی. د نوموړي په وینا، د افغانستان ټول قومونه یو ملت دی او له مخالفینو څخه هېڅ ډول اندېښنه نه لري، ځکه په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه او ځای نشته او هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي، د پردیو پروژو لپاره کار کوي. نوري د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم وباله. بلخوا قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
