کوټه (وېب نیوز) د پېښور په بډه بېر سیمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې د عملیاتو پر مهال د منع شوې ډلې فتنة الخوارج د قوماندان طاهر عرف معاویه په ګډون ۴ ترهګر وژل شوي دي. د سي ټي ډي په وینا، د وژل شویو ترهګرو له ولکې څخه ۳ کلاشینکوفونه، یو تومانچه، لاسي بمونه، ګڼ شمېر مرمۍ او ۲ موټرسایکلونه ترلاسه شوي دي. د یوه وژل شوي ترهګر له جېب څخه افغان پېژندپاڼه هم ترلاسه شوې چې له مخې یې هغه د افغانستان د کونړ ولایت اوسېدونکی و.
