کوټه (وېب نیوز) افغان قومي غورځنګ په سخي سرور چیک پوسټ کې له بلوچستان څخه د مېوو، سبزیو او نورو توکو وړونکي بار وړونکي موټر د مبینې بې ځایه درولو پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې ده. غورځنګ ویلي چې د چیکنګ په نوم د بار وړونکو موټرو د ساعتونو لپاره درول د مېوو او سبزیو د خرابېدو لامل کېږي او بزګرانو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته درانه مالي زیانونه اړوي. غورځنګ له چارواکو غوښتنه کړې چې د بار وړونکو موټرو د بې ځایه درولو لړۍ پای ته ورسوي او پر لویو لارو د تګ راتګ ستونزې هوارې کړي.
