تازه خبرونه ۲ ستمبر ۲۰۲۶

په کوټه کې درې ورځنی پښتون قامي جرګه پای ته ورسېده، ۱۹ نکاتي ګډه اعلامیه خپره شوه

کوټه (سید سردار محمد خوندئی څخه) د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي سیکرټري نواب محمد ایاز خان جوګیزۍ په مشرۍ کې د جنوبي پښتونخوا درې ورځنۍ قامي جرګه په کوټه کې پای ته ورسېده. دا جرګه د تحریک تحفظ آئین پاکستان د مشر او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن لیډر محمود خان اڅکزي په بلنه، د ۱۱ تر ۱۴ مارچ ۲۰۲۲ د بنو جرګې په تسلسل کې د ۳۰، ۳۱ اګست او ۱م ستمبر ۲۰۲۶ په ورځو کې جوړه شوې وه. د جرګې ۱۹ نکاتي ګډه اعلامیه محمود خان اڅکزي وړاندې کړه.

دا پای نه، د نوې مبارزې پیل دی: نواب ایاز جوګیزئی

د جرګې وروستۍ غونډې ته په وینا کې نواب ایاز خان جوګیزۍ وویل چې دا جرګه د پای نوم نه دی بلکې د پښتون قام د سوله ایز، متحد او باعزته راتلونکي د مبارزې نوی پیل دی.

هغه وویل چې د جرګې د پریکړو د عملي کولو لپاره به قام ته متحد او ثابت قدمه پاتې کیدل وي. د قامي بقا، امن، عزت، ځمکې او وسایلو د ساتنې لپاره د ټولو پښتنو په یوه صف کې ودریدل ناگزیر شوي دي.

په ټولنیزو اصلاحاتو یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ودونو کې د درنې ولور او بې ځایه لګښتونو په څیر زړې رسمونه باید ختم شي. لوڼې او کونډې د خپلو شرعي، قانوني او میراثي حقونو څخه بې برخې کول په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي. هغه څرګنده کړه چې ښځو ته په تعلیم، ساتنه او پریکړه کولو کې مناسب ځای ورکولو پرته د قامي پرمختګ تصور ناممکن دی.

نواب جوګیزۍ وویل چې د طبیعي وسایلو څخه مالامال پښتون اولس نن هم د بریښنا، ګیس او پاکو اوبو په څیر له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دی. په ښوونځیو کې ښوونکي نشته، په روغتونونو کې ډاکټران او درمل نایابه دي. د وسایلو د مالک اولس شاته ساتل په هیڅ صورت منظور نه دي. د پرمختیایي پروژو په پلمه دې د ځایي اولس د خپلو پلرنیو ځمکو څخه د بې ځایه کولو لړۍ سمدستي بنده شي.

د اعلامیې مهم ټکي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي اعلامیه ولوستله چې مهم ټکي یې دا دي:

۱. سیاسي او آئيني غوښتنې: دا جرګه د ۸ فروري ۲۰۲۴ عامې ټاکنې د هیواد په تاریخ کې تر ټولو لویه درغلۍ بولي او ردوي یې. اوسنۍ پارلیمان او صوبایي اسمبلۍ غیر منتخب او غیر استازي بولي او د هغو د ختمولو او په هیواد کې د نویو، آزادو، غیر جانبداره او شفافو ټاکنو غوښتنه کوي. ۲۶مه او ۲۷مه آئيني ترمیمونه د آئین پامالي بولي او ردوي یې. د هیواد د بحرانونو د حل لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو، عدلیې، پوځ، وکیلانو او د فکر د ټولو مکتبونو څخه جوړه قامي کانفرنس رابللو غوښتنه وشوه.

۲. د امن و امان بیا رغونه: په جنوبي پښتونخوا کې د امن و امان په خرابیدونکي وضعیت باندې ژوره اندیښنه څرګنده شوه. غوښتنه وشوه چې له ټولو ضلعو او د کوټې، کراچۍ، چمن، ډی آئی خان په ګډون له ټولو قامي لویو لارو څخه دې ایف سي سمدستي لیرې او سیویلین واکمني دې بیرته بحاله شي. د لیویز فورس په پولیس کې د ضم کولو پریکړه رد شوه او غوښتنه وشوه چې لیویز دې سمدستي بحال او په عصري خطوط دې وروزل شي. په زیارت کې د پولیس سرتیرو د شهادت د پیښې د څیړنې لپاره دې د اپوزیشن ګوندونو څخه جوړ جوډیشل کمیشن جوړ شي.

۳. د ځمکې او وسایلو ساتنه: د معدنیاتو په نوم د کوټې، پشین، چمن، ژوب او لورالایي په ګډون په بیلابیلو ضلعو کې په لکونو ایکړه پلرنۍ ځمکې غیر مقامی کسانو او فرمونو ته الاټ کول او د ځنګلونو ۲۴ لکه ایکړه ځمکه د سرکار په نوم کول په بشپړه توګه رد شول. په انویسټمنټ ایکټ او مائنز اینډ منرلز ایکټ کې ترمیمونه په صوبایي خودمختارۍ باندې حمله وبلل شول او رد شول.

۴. د قامي حقونو او نوي صوبې غوښتنه: په بلوچستان کې دې پښتون بلوڅ برابري ومنل شي او یا دې د پخواني چیف کمشنر صوبې څخه جوړه جنوبي پښتونخوا نوې صوبه جوړه شي. برسیره پردې دې د هیواد د ټولو پښتنو سیمو په یو ځای کولو سره په لسانی، تاریخي او جغرافیایي بنسټونو ‘متحده پښتون یونټ’ جوړ شي.

۵. سرحدي تجارت او نورې پریکړې: په ډیورنډ کرښه د چمن، تورخم، انګور اډې، بادیني او غلام خان په ګډون په ټولو ۱۰ تر ۱۲ تاریخي لارو دې د نشه یي توکو او وسلو پرته د ټولو شیانو تجارت بیرته بحال شي چې د سرحدي اولس قانوني حق دی. جرګې څرګنده کړه چې هغه د بلوڅ قامي تحریک احترام کوي خو په پښتني سیمو کې د ټرکونو سوځول، تښتونه او غلا په څیر د بی ایل اے د کړنو غندنه کوي چې د محکومو قامونو ترمنځ د کرکې خورولو سازش دی. د دې مسلې د حل لپاره ځانګړې پښتون بلوڅ کمیټي جوړه شوې ده.

په اعلامیه کې د پی ټي آئی د بنسټ ایښودونکي عمران خان، علي وزیر، ماه رنګ بلوچ په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کیدو، د لادرکه کسانو د بیرته راستنیدو او د فورتھ شیډول د پالیسۍ د ختمولو غوښتنه هم وشوه. د سرکاري کارمندانو د خوښې خلاف په بلوڅ سیمو کې جبري ټرانسفر پوسټینګ هم رد شو.

په پای کې اعلان وشو چې د جرګې د پریکړو د عملي کولو او د پرمختګ د دوامداره جاج اخیستو لپاره به په ټولو ضلعو کې د جرګې کمیټۍ جوړې شي.