پاکستان ۳ ستمبر ۲۰۲۶

دوکانونه په زور تړلو سره نه، بلکې خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو به ریلیف ورکړو، د کراچۍ ښاروال مرتضیٰ وهاب

کوټه (ویب نیوز) د کراچۍ ښاروال مرتضیٰ وهاب ویلي چې له ستونزو څخه د خلکو ایستل زموږ مسؤلیت دی، خلکو ته به د دوکانونو په تړلو نه، بلکې د اسانتیاوو په برابرولو سره ریلیف ورکړل شي. نوموړي د سند له اعلی وزیر څخه غوښتنه کړې چې د کراچۍ ښار د تړلو هڅه کوونکو پر ضد دې اقدام وشي. مرتضیٰ وهاب په ناظم اباد بلاک جې کې د پرمختیايي کارونو له بشپړېدو وروسته د سړکونو د بیارغونې د پروژې پرانیسته وکړه او ویې ویل چې په سیمه کې د فاضله اوبو، خرابو سړکونو او نورو ستونزو د حل لپاره اقدامات شوي، داخلي سړکونه جوړ او د پیور کار هم بشپړ شوی دی. هغه وویل چې د کراچۍ ښاروالۍ په حساب کې موجوده هره روپۍ د خلکو امانت ده او د ښاریانو خدمت د دوی مسؤلیت دی، یوازې په بیانونو به بسنه نه کوي، بلکې عملي اقدامات به ترسره کېږي. د کراچۍ ښاروال د ښار د بیا تړلو پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل چې په ډېرو هڅو د کراچۍ حالات ښه شوي وو، خو یو ځل بیا د ښار د تړلو هڅې کېږي چې له امله به یې په ځانګړي ډول ورځني مزدوران له ستونزو سره مخ شي. نوموړي زیاته کړه چې ځینې کسان د سوداګرو د ملاتړ خبره کوي، حال دا چې په تېر وخت کې یې ښار یرغمل کړی و او د دې حالت ویډیوګانې ټولو لیدلې دي.