مقامی ۳ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د تخنیکي زده کړو او پرمختیايي پروژو د اغېزمنې څارنې لارښوونه

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د چیف سیکرټري شکیل قادر خان په مشرۍ د بي ټیوټا او د صوبې د ستراتیژیکو پروژو په اړه جلا جلا مهمې غونډې وشوې، چې په ترڅ کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د ځوانانو د روزنې او هغوی له روزګار سره د نښلولو، د پرمختیايي پروژو پر وخت بشپړولو او د ولسي اسانتیاوو د ښه والي په اړه تفصیلي جاج واخیستل شو. د بي ټیوټا په اړه غونډې ته د ادارې د روانو او راتلونکو پروژو په اړه بریفنګ ورکړل شو او وویل شول چې په بلوچستان کې د تخنیکي او مسلکي روزنې نظام د عصري اړتیاوو له مخې د برابرولو لپاره ګامونه اخیستل کېږي، د روزنې نصاب د هېوادني او نړیوال کار بازار له اړتیاوو سره سم تازه کېږي او د ادارو د ډیجیټل کولو او د داخلې بهیر د مرکزي او شفاف کولو لپاره د ۹۰ ورځني لومړیتوب پلان عملي کېږي. چیف سیکرټري لارښوونه وکړه چې د بي ټیوټا اړوند تخنیکي ادارې دې د مرکزي څارنې او یو شان معیارونو له مخې منظمې شي، له خصوصي سکټور سره دې همکاري زیاته او د انټرنشیپ، د کارموندنې نندارتونونو او کوچنیو پورونو له لارې دې روزل شوو ځوانانو ته د روزګار او کاروبار زمینه برابره شي. نوموړي وویل چې په سیمه ییزو صنعتونو، ودانیزو چارو، کرنیزو ماشینونو او معلوماتي ټکنالوژۍ کې د اړتیا وړ مهارتونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. غونډې ته د بي ټیوټا د ډیجیټل نظام، د کارکوونکو د ثبت، روزنیزو پروګرامونو، داخلونو او فعالیتونو د معلوماتو د یوځای کولو، د بایومیټریک حاضری د بشري سرچینو او معاشونو له نظام سره د تړلو او د مسلکي کسانو د کار بازار له فرصتونو سره د نښلولو لپاره د معلوماتي بانک او د کارموندنې د وېبپاڼې د جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل شول. وروسته د ستراتیژیکو پروژو په اړه غونډه کې چیف سیکرټري وویل چې د حکومت پروژې یوازې پرمختیايي چارې نه دي، بلکې ولس ته د غوره زده کړو، پاکو اوبو، روزګار، سفري اسانتیاوو، عصري ټکنالوژۍ او اقتصادي فرصتونو د برابرولو وسیله ده، نو د دغو پروژو پر وخت بشپړول، کیفیت او شفافیت باید یقیني شي. په غونډه کې په ښوونځیو کې د اضافي خونو جوړولو، د پاکو اوبو برابرولو، د پیپلز ټرېن، د اوبو د تصفیې مرکزونو، کمانډ ایریا ډویلپمنټ، منی سولر کورونو، ماشکېل بند، د شرېمپ هېچري او نورو مهمو پروژو جاج واخیستل شو. غونډې ته وویل شول چې د ښوونځیو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونو د فایبر اپټیک شبکې سره د نښلولو د پروژې په لومړي پړاو کې به ۷۲۵ ځایونه له شبکې سره ونښلول شي او دا مهال په ۹۴ ځایونو کې کار روان دی. چیف سیکرټري اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د پروژو منظم څارنه وکړي، خنډونه ژر لرې او د ولسي ګټې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.