کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د صوبايي وزیر میر صادق عمراني له لوري د بلوچستان عوامي ګوند د ښځینه غړې فرح عظیم شاه پر ضد د مبینه نازیبا الفاظو د کارولو په کلکه غندنه کړې او له سپیکر کپتان (ر) عبدالخالق اچکزي څخه یې د پېښې د نوټس اخیستو او د اسمبلۍ د اصولو له مخې د کارروایۍ غوښتنه کړې ده. نوموړي وویل چې د ښځینه اسمبلۍ غړې د زړه خوږول او د ایوان د وقار خلاف خبرې د منلو وړ نه دي. هغه وویل سیاسي اختلاف د ډیموکراسۍ برخه ده، خو باید شخصي بریدونو او نازیبا ژبې ته ونه غځېږي او ټول غړي باید د ښځینه غړو درناوی او پارلماني دودونه مراعات کړي.
