چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د چمن مرستیال کمشنر ښاغلي حبیب احمد بنګلزئي د ولسوالۍ د پوهنې افسر عبدالقدوس خان اڅکزي سره یو ځای په ټوله ولسوالۍ کې د ښوونیزو ادارو د څارنې کمپاین په ترڅ کې په بیلا بیلو دولتي ښوونځیو ناڅاپي دوره وکړه.
مرستیال کمشنر د ګورنمنټ بوائز های سکول مرده کاریز، ګورنمنټ مډل سکول انزرګي کاریز، ګورنمنټ ګرلز های سکول ناصر شهید او ګورنمنټ مډل سکول مولوي عبدالله ټاون څخه تفصیلي لیدنه وکړه.
د دورې په جریان کې هغه د ښوونکو او زده کوونکو د حاضرۍ رجسټرونه وڅیړل، ټولګیو ته ولاړ او د تدریسي بهیر یې وڅاره، له زده کوونکو څخه یې پوښتنې وکړې او په ښوونځیو کې یې د پاکوالي، د څښاک اوبو، تشنابونو او نورو لومړنیو اسانتیاوو معاینه هم وکړه.
په دې موقع مرستیال کمشنر حبیب احمد بنګلزئي څرګندې لارښوونې وکړې او ویې ویل چې تعلیم زموږ لومړنی لومړیتوب دی، په دولتي ښوونځیو کې به د ښوونکو سل په سلو کې حاضري، معیاري تدریس او د زده کوونکو لپاره په مناسب چاپیریال هېڅ جوړجاړی ونه شي. ماشومانو ته د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو او د تعلیمي معیار د ښه والي لپاره ټولې سرچینې په کار اچول کیږي. د غیر حاضر او غفلت کوونکو ښوونکو پر ضد به سخته اداري کاروائي ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د چمن ولسوالۍ د ټولو ښوونیزو ادارو د ناڅاپي څارنې لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري ترڅو په تعلیمي نظام کې ښه والی او شفافیت یقیني شي.
