مقامی ۳ ستمبر ۲۰۲۶

له شیراني څخه ژوب ته پر لاره دوه پولیس اهلکار لادرکه، موبایلونه یې هم بند

شیراني (ویب نیوز) د شیراني پولیسو دوه اهلکار، اې اېس اې محمد عبدالمالک ناصر او حوالدار امجد، درې ورځې وړاندې له شیراني څخه ژوب ته د تګ پر مهال لادرکه شوي دي. د پولیسو سرچینو په وینا، دواړه اهلکار په هغه ورځ لادرکه شوي چې له یوې مسافر وړونکې بس څخه مسافر ښکته کړل شوي وو، او له پېښې وروسته د دواړو موبایل شمېرې هم بندې دي. د شیراني ایس پي د دواړو اهلکارو لادرکېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د هغوی د موندلو لپاره هڅې روانې دي.