تربت (ویب نیوز) د نېشنل ګوند مرکزي مشر سناتور جان محمد بلیدي ویلي چې د پاکستان اساسي ستونزه د نویو صوبو جوړول یا د موجوده صوبو وېشل نه دي، بلکې د ډیموکراتیک او سیاسي بهیر دوام، د اساسي قانون برلاسي او اقتصادي ثبات دی. نوموړي تربت پرېس کلب کې د خبرو پر مهال وویل چې بلوچستان او د هېواد نورې سیمې د تعلیم، بېروزګارۍ، بارډر ټریډ، کرنې، ځمکې لاندې اوبو، ورکو کسانو او د عامو وګړو د خوندیتوب په ګډون له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دي چې باید د زور پر ځای د سیاسي او ډیموکراتیکو لارو حل شي. هغه وویل د بلوچستان له ۱۲ قانوني سرحدي لارو څخه ۶ تړل شوې دي چې له امله یې د صوبې اقتصاد او روزګار سخت اغېزمن شوی دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې بلوچستان او نورو وړو صوبو ته دې په ملي کچه مناسبه سیاسي استازولي ورکړل شي. سناتور بلیدي وویل چې نېشنل ګوند به د ډیموکراتیکې او سیاسي مبارزې له لارې د بلوچستان ستونزې راپورته کوي او په هېواد کې د حقیقي ډیموکراتیک بهیر د دوام لپاره به خپل رول ترسره کوي.
