پاکستان ۳ ستمبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ملي لویو لارو د پروژو بشپړېدل یقیني کوو، عبدالعلیم خان

اسلام اباد (ویب نیوز) د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ویلي چې په بلوچستان کې د ملي لویو لارو ادارې پروژو پر وخت بشپړېدل یقیني کوي او د کراچۍ، کوټې او چمن پاکستان اېکسپرېس وې به د بلوچستان په ګډون د هېواد لپاره یوه مهمه سوداګریزه لار وي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د بلوچستان له والي جعفر خان مندوخېل سره د لیدنې پر مهال کړې دي، چې په ترڅ کې یې د صوبې د وړاندیز شویو مواصلاتي پروژو، د این-۲۵ ملي لویې لارې، پاکستان اېکسپرېس وې او نورو اړوندو چارو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. په لیدنه کې د مواصلاتو وفاقي سیکرټري او د ملي لویو لارو ادارې مشر هم موجود وو. عبدالعلیم خان وویل چې د کراچۍ، کوټې او چمن این-۲۵ پروژه چې ارزښت یې ۴۱۵ میلیارده روپۍ دی، د عصري اړتیاوو له مخې جوړه شوې او د پاکستان اېکسپرېس وې له بشپړېدو سره به د کراچۍ او کوټې ترمنځ واټن راکم او سفر به لا اسانه شي. د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل د صوبې پر لویو لارو د ملي لویو لارو ادارې پاملرنه او خدمتونه د ستاینې وړ وبلل او له وفاقي وزیره یې مننه وکړه. په لیدنه کې د ژوب بای پاس او د بلوچستان د مواصلاتو په برخه کې د نورو پروژو په اړه هم خبرې وشوې.