کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د دولت وزیر کھیئل داس کوهستاني ویلي چې په پارلمان، کابینې او د مسلم لیګ (ن) په مرکزي اجرائیه کمېټه کې د نویو صوبو د جوړېدو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې. نوموړي د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل چې دی د سند د وېش مخالف دی. په خپرونه کې د پیپلز ګوند مشرې نفیسه شاه وویل، کله چې محسن نقوي د انتظامي واحدونو د جوړولو خبره کړې وه، نو باید پر دې موضوع په کابینه کې بحث شوی وای، څو موضوع هماغلته پای ته رسېدلې وای. بلخوا د متحده قومي موومنټ مشرې آسیه اسحاق وویل چې د دوی غوښتنه د سند وېش نه، بلکې د خلکو د ژوند د ښه کولو او د اداري اسانتیاوو د برابرولو لپاره د اقداماتو ده.
