کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي چې ځینې سیاستوال په واک کې یو دریځ او له واکه بهر بل دریځ خپلوي. هغه وویل، سردار اختر مینګل د بلوچستان د وزیراعلی په توګه نواز شریف په خپل موټر کې چاغي ته بیولی و، چې هلته اټومي چاودنې ترسره شوې، خو له واکه تر لرې کېدو وروسته نوموړی د اټومي چاودنو پر ضد څرګندونې کوي. ضیا لانګو وویل، د ترهګرۍ له منځه وړل د اوسني حکومت لومړیتوب دی او د سیاسي ګټو لپاره د دریځ بدلول سم کار نه دی. هغه زیاته کړه، که د پښتون قومي جرګې موخه د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو ستونزو او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کار کول وي، نو دا مثبت ګام دی، خو د بلوچ او پښتنو د وېش یا د دواړو قومونو ترمنځ د درز اچولو د هڅې به تر ټولو لوی مخالف وي.
