مقامی ۴ ستمبر ۲۰۲۶

د بهګ خلکو او پولیسو د ترهګرو پلانونه شنډ کړل، بابر یوسفزي

بهګ (ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزي ویلي چې د بهګ خلکو او پولیسو پر وخت مقاومت د ترهګرو لویه دسیسه ناکامه کړه. هغه د بلوچستان پولیسو د افسرانو او سرتېرو مېړانه وستایله او ویې ویل چې د بهګ خلکو د امنیتي ادارو ترڅنګ په درېدو ترهګرو ته څرګند پیغام ورکړ چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ لپاره ځای نشته. نوموړي وویل، حکومت به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ټولې سرچینې وکاروي او د ولس او امنیتي ادارو په ګډه همکارۍ به د ترهګرو هره هڅه ناکامه کړي.