پاکستان ۴ ستمبر ۲۰۲۶

د ګوادر د ملي رېلوې شبکې سره د نښلولو پر پلان د جي ډي اې او رېلوې چارواکو لیدنه

ګوادر (ویب نیوز) د ګوادر رېلوې یارډ پروژې مشر جهانزیب خان د ګوادر ډویلپمنټ اتھارټۍ له عمومي مشر معین الرحمن خان سره لیدلي، چې په ترڅ کې یې د ګوادر رېلوې یارډ د جوړولو او ګوادر د هېواد له ملي رېلوې شبکې سره د نښلولو پر وړاندیز شوي پلان خبرې شوې دي. په لیدنه کې د ځمکې، لارې، رېلوې زیربنا او نورو تخنیکي او اداري چارو ارزونه وشوه. چارواکي وايي، د رېلوې اړیکې په جوړېدو سره به له ګوادر بندر څخه د سوداګریزو توکو، معدني سرچینو او کارګو لېږد ښه شي او د بلوچستان بېلابېلې سیمې به له ملي سوداګریز نظام سره ونښلول شي. پاکستان رېلوې له ګوادر څخه تر نوکنډۍ پورې د شاوخوا ۶۷۵ کیلومتره نوي رېلوې لینک لپاره د امکان سنجۍ مطالعې او نورو اړوندو چارو باندې هم کار کوي.