کوټه (ویب نیوز) د آغا خان روغتون او د کوټې د آریا انسټیټیوټ آف میډیکل ساینسز د متخصصینو په ګډه څېړنه کې د بلوچستان ۱۶ زره ۳۴۲ بایوپسي نمونې څېړل شوې چې له ډلې یې په ۵ زره ۱۴۵ نمونو کې د سرطان تصدیق شوی دی. د څېړنې له مخې د سرطان په ناروغانو کې ۵۲ سلنه نارینه او ۴۸ سلنه ښځې دي، په نارینه وو کې د مرۍ سرطان تر ټولو زیات او په ښځو کې د سینې سرطان ډېر عام موندل شوی دی. څېړونکي وايي، د مالګینو، ساتل شویو او وچو خوړو زیات استعمال، د تازه مېوو او سبزیجاتو کم استعمال، چاپېریالي عوامل او د تریاکو استعمال ممکن احتمالي خطرونه وي، خو دغه عوامل د سرطان قطعي لاملونه نه دي ثابت شوي. څېړنه په بلوچستان کې د سرطان د پېښو د ښه ثبت او لا زیاتو جامع څېړنو سپارښتنه کوي.
