بهګ (ویب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلی مرستیال شاهد رند ویلي چې د بهاګ ښار پر پولیسو تاڼې، نېشنل بانک او د اسسټنټ کمشنر پر دفتر د شاوخوا ۴۰ ترهګرو منظم برید د پولیسو د پر وخت او اغېزمن ځواب له امله شنډ شوی دی. هغه وویل، برید کوونکو له درنو وسلو، راکټ لانچرونو، ماشین ګنو، سنایپرونو او لاسي بمونو څخه کار اخیست او هڅه یې کوله چې پر پولیس تاڼه قبضه وکړي، خو پولیسو شاوخوا دوه ساعته مقابله وکړه او بریدګر یې په شا وتمبول. د ده په وینا، بریدګر له وسلو او مهماتو پرېښودو وروسته وتښتېدل، له نېشنل بانک څخه د نغدو پیسو په لوټلو کې هم بریالي نه شول او یوه مشکوکه چاودېدونکې وسیله د بم ډسپوزل یونټ ناکاره کړه. د ډزو له امله دوه پولیس سرتېري او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزي هم ادعا کړې چې د فتنه الهند او بي اېل اې سره تړلو ترهګرو برید ناکام شوی او یو شمېر بریدګر ټپیان شوي چې ملګرو یې له ځان سره وړي دي.
