پاکستان ۴ ستمبر ۲۰۲۶

په ټول هېواد کې د برېښنا بیې لوړې شوې، پر مصرفوونکو به ۳۳ میلیارد روپۍ اضافي بار ولګېږي

اسلام آباد (ویب نیوز) د برېښنا ملي تنظیموونکې ادارې نېپرا د میاشتني او درې میاشتني تعدیلاتو له مخې په ټول هېواد کې د برېښنا بیې لوړې کړې دي. د میاشتني تعدیل له مخې د برېښنا په هر یونټ کې ۲ روپۍ او ۶ پیسې زیاتوالی شوی، په داسې حال کې چې د درې میاشتني تعدیل له مخې د هر یونټ بیه ۵۲ پیسې لوړه شوې ده. د میاشتني تعدیل زیاتوالی به د سپتمبر په برېښنا بلونو کې شامل شي، په داسې حال کې چې د جولای د تېلو د بیې د تعدیل له امله به پر مصرفوونکو ۳۳ میلیارد روپۍ اضافي بار ولګېږي.