تربت(وېب نیوز)د نیشنل ګوند کیچ د ضلعي شورا غونډې ته په وینا کې د ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ او سناتور جان محمد بلیدي وویل چې د ګوند غړي باید له شخصي او ډلهییزو ګټو پورته ملي ګټې، ملي سیاست او ملي فکر خپل کړي. هغوی وویل چې بلوچستان د ناامنۍ، د سرحدي سوداګرۍ د بندېدو او د لویو لارو د تړل کېدو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د ولس ژوند، کاروبار، زده کړې او تګ راتګ اغېزمن شوی دی. د نیشنل ګوند مشرانو د نویو صوبو په نوم د ملي وحدتونو وېش رد کړ او ویې ویل چې دا ډول پالیسۍ هېواد نور هم کمزوری کولی شي. هغوی په بلوچستان کې د سرحدي سوداګرۍ د ژر تر ژره بیا پیلولو او د خلکو د تګ راتګ او روزګار پر وړاندې د خنډ جوړونکو غیر ضروري پوستو د ختمولو غوښتنه وکړه. مشرانو وویل چې نیشنل ګوند په سولهییزه او جمهوري سیاسي مبارزه باور لري او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د ګوند سیاسي پروګرام او د ولس ستونزې په اغېزمن ډول تر خلکو ورسوي.
