مقامی ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د تاریخي ګوردوارې د ځمکې اړوند قرارداد، د قضیې د محکمې له پرېکړې سره د تړاو له امله په اسمبلۍ کې بحث ونه شو

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د آرچر روډ پر تاریخي ګوردوارې د ځمکې د خرڅلاو یا اجارې د لغوه کولو په اړه قرارداد وړاندې شو، خو د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن ر عبدالخالق اچکزی وویل چې موضوع په محکمه کې تر غور لاندې ده، نو په اسمبلۍ کې پرې بحث نه شي کېدای. قرارداد پارلماني سیکرټري سنجي کمار وړاندې کړ. صوبايي وزیر کورنیو چارو میر ضیاءالله لانګو وویل چې یاده ځمکه د وفاقي ادارې ملکیت دی او قضیه په محکمه کې ده، هره پرېکړه چې محکمه وکړي، منل به یې کېږي. په غونډه کې د ډېره مراد جمالۍ د لسبیلې پوهنتون د کرنې، اوبو او سمندري علومو سب کیمپس ته د بشپړ پوهنتون د درجې ورکولو قرارداد هم وړاندې شو، خو د صوبايي وزیرې تعلیم راحیلې حمید دراني په وینا، صوبايي کابینې پرېکړه کړې چې اوس مهال نوی پوهنتون نه جوړېږي. وروسته سپیکر د قرارداد د بېرته اخیستو اعلان وکړ.