تازه خبرونه ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د ریاست ضد بیانیې او د ترهګرۍ د ملاتړ په تور به مقدمې او نیونې کېږي، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر

کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي چې د ریاست ضد بیانیې خپرونکو او د ترهګرو عناصرو ملاتړ کوونکو پر ضد به مقدمې درج او نیونې ترسره شي. له رسنیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې د ډاکټر عایشې فیض پر ضد د ریاست ضد بیانیې او د ترهګرو د ملاتړ په تور د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري مقدمه درج شوې او د نوموړې نیول د قانون له مخې شوي دي. میر ضیاالله لانګو وویل چې هر وګړی د حکومت او سیاستوالو پر ضد د نیوکې او اختلاف حق لري، خو د ریاست ضد فعالیتونو او د هېواد دښمنو عناصرو د ملاتړ اجازه نه شي ورکول کېدای. هغه وویل پاکستان خپل اساسي قانون او قوانین لري او د هېواد د ماتولو، امنیتي ځواکونو، ولسي وګړو یا سرکاري شتمنیو ته د زیان رسوونکو عناصرو پر ضد به قانون حرکت کوي. نوموړي څرګنده کړه چې یوازې د نیوکې یا سیاسي اختلاف پر بنسټ څوک نه نیول کېږي.