کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د فیلډ مارشال سید عاصم منیر، نشان امتیاز (ملټري)، هلال جرات، چیف آف آرمي سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز د کوټې ګارنیزون دوره وکړه.
د آئي ایس پي آر له مخې د دورې په جریان کې فیلډ مارشال د فیلډ فارمیشنونو د کمانډرانو او کمانډینګ آفیسرز سره ولیدل. چیف آف آرمي سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز ته د اوسني امنیتي وضعیت، عملیاتي چمتووالي او په ټول بلوچستان کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د روانو اقداماتو په اړه هر اړخیز بریفینګ ورکړل شو.
په بریفینګ کې د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د صوبې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د مرستې اړوند چارو هم تفصیلي جاج واخیستل شو.
په دې موقع فیلډ مارشال سید عاصم منیر د ځوانانو د لوړ مسلکي معیار، عملیاتي چمتووالي او بې غرضه ژمنتیا ستاینه وکړه. هغه د سولې د ټینګښت او د پایښت لرونکو اقتصادي فعالیتونو او پرمختګ لپاره د مناسب چاپیریال ساتلو لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو او نورو دولتي ادارو ترمنځ د دوامداره همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
فیلډ مارشال دا ژمنه بیا تکرار کړه چې د بلوچستان د خلکو سوله، سوکالي او هوساینه د ریاست د ټولو هڅو مرکز دی. هغه وویل چې یوازې یو باثباته او خوندي چاپیریال به د صوبې د خلکو لپاره پرمختیایي اقدامات، اقتصادي فرصتونه او ښه راتلونکی ته وده ورکړي.
چیف آف آرمي سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز د هیواد د دفاع په لاره کې د خپل ځان قرباني ورکونکو شهیدانو قربانیو ته د عقیدت پیرزوینه وړاندې کړه او د افسرانو او ځوانانو د دندې پیژندنې په برخه کې د دوی ثابت قدمي یې وستایله.
کوټې ته په رسیدو سره د چیف آف آرمي سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز تود هرکلی د کمانډر کوټه کور لخوا وشو.
