مقامی ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د نوکریو خرڅلاو هېڅ صورت کې د منلو نه دی، تور ثابت شو سخت اقدام به وشي، وزیراعلیٰ

کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي چې د بلوچستان د خلکو سرکاري نوکریو خرڅلاو به هېڅ صورت کې ونه زغمل شي او د دندو د مبینې خرڅلاو په اړه به بشپړه پلټنه کېږي. نوموړي اعلان وکړ چې د اپوزېشن مشر په مشرۍ به تحقیقاتي کمېټه جوړه شي او په لسو ورځو کې به خپل راپور وړاندې کړي، په داسې حال کې چې د ځنګلاتو محکمې د روانو ګومارنو بهیر یې هم د لسو ورځو لپاره د درولو لارښوونه کړې ده. وزیراعلیٰ وویل که تورونه ثابت شول، د ذمه وارو کسانو پر ضد به سخت اقدام وشي او په سرکاري دندو کې به د وړتیا، شفافیت او قانون بشپړ رعایت یقیني کړل شي.