کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د مخبرانو د ساتنې، کب نیونې او اوبو روزنې، د ښاریانو اسانتیا او ښې حکومتولۍ، معلوماتو ته د لاسرسي، عامې روغتیا انجینرۍ او د تعمیر نو پوهنتون کوټې په ګډون ګڼ مهم قانوني مسودې وړاندې شوې او د لا غور او سپارښتنو لپاره اړوندو قائم مقام کمېټو ته وسپارل شوې. د مخبرانو د ساتنې مسوده پارلماني سیکرټري عبدالمجید بادیني، د کب نیونې او اوبو روزنې مسوده ربابه بلیدي، د ښاریانو اسانتیا او ښې حکومتولۍ مسوده د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاالله لانګو، د معلوماتو ته د لاسرسي او عامې روغتیا انجینرۍ مسودې زرین مګسي او د تعمیر نو پوهنتون کوټې مسوده د تعلیم صوبايي وزیرې راحیلې حمید دراني وړاندې کړې. اړوندې کمېټې به د مسودو له تفصیلي کتنې وروسته خپلې سپارښتنې او راپورونه اسمبلۍ ته وړاندې کوي.
