اسلام آباد (ویب نیوز) په هېواد کې د نویو صوبو او اداري واحدونو د جوړېدو په اړه د بحثونو په ترڅ کې حکومت د اسلام آباد د نوي انتظامي ماډل جوړولو لپاره چمتووالی چټک کړی دی. د لوړې کچې ځانګړې کمېټې خپل وړاندیز شوی مسوده د وزیراعظم شهباز شریف مخې ته وړاندې کړې، چې پکې د اسلام آباد لپاره د ۲۷ کسیزې اسمبلۍ، ټاکل شوي اجرائیوي مشر او ۲۷ اداري محکمو د جوړولو سپارښتنه شوې ده. د وړاندیز له مخې به د اسمبلۍ ۲۱ غړي د خلکو په مستقیمو رایو ټاکل کېږي، د ښځو لپاره به ۵ او د لږکیو لپاره یوه ځانګړې څوکۍ وي. د اجرائیوي مشر لپاره د وزیراعلیٰ یا ښاروال د څوکۍ وړاندیز شوی، روغتیا، تعلیم، چاپېریال او ښاري اسانتیاوې به د ځايي حکومت تر واک لاندې وي، خو د قانون او امن او د ښار ماسټر پلان به له وفاق سره پاتې وي. د سي ډي اې په ګډون د بېلابېلو ادارو د واکونو د بیا تنظیمولو وړاندیز هم شوی دی.
