تازه خبرونه ۶ ستمبر ۲۰۲۶

د امریکا له مخالفت سره سره ملګرو ملتونو کې د نړۍ د نوي نقشې قرارداد منظور

نیویارک(ویب نیوز) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نړۍ د نقشې د جغرافیایي تناسب د لا دقیق ښودلو لپاره نوې قرارداد منظور کړی، چې ۱۶۴ هېوادونو یې په حق کې رایه ورکړه، خو امریکا یې مخالفت وکړ. په قرارداد کې د «مساوي ځمکې» نقشې ملاتړ شوی، چې افریقا، لاتیني امریکا، جنوبي اسیا او اوقیانوسیه د دودیزې مرکېټر نقشې په پرتله په ډېر دقیق جغرافیایي تناسب ښيي. ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو ټینګار کړی چې د مرکېټر پروجکشن پر ځای د نوې نقشې کارولو ته وده ورکړي. د کارپوهانو په وینا مرکېټر نقشه په ۱۵۶۹ کال کې د سمندري سفرونو او لارو د معلومولو لپاره جوړه شوې وه، خو په دې نقشه کې شمالي سیمې له خپل اصلي مساحت څخه ډېرې لویې او د استوا کرښې ته نږدې سیمې نسبتاً کوچنۍ ښودل کېږي. د «مساوي ځمکې» نوې نقشه په ۲۰۱۸ کال کې د نقشې جوړونې د کارپوهانو له خوا جوړه شوې وه، چې موخه یې د نړۍ د وچو د مساحتونو لا دقیق تناسب ښودل دي. دغه قرارداد توګو وړاندې کړی و، خو امریکا پرې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه باید د نقشو پر ځای د نړۍ پر اصلي ستونزو تمرکز وکړي. فرانسې د قرارداد ملاتړ کړی او د نوې نقشې د کارولو اعلان یې هم کړی دی.