راولپنډۍ(ویب نیوز)د راولپنډۍ مېټریک بورډ د نهم ټولګي د ازموینو پایلو په سرکاري ښوونیز نظام پوښتنې راپورته کړې دي، چې د ۸۱ سرکاري ښوونځیو نتیجه صفر سلنه وه. چارواکو د صفر سلنې نتیجې لرونکو سرکاري ښوونځیو د مشرانو پر ضد د اقدام پرېکړه کړې ده. د راولپنډۍ بورډ تر چتر لاندې په ټولیز ډول د ۱۸۴ ښوونځیو د نهم ټولګي نتیجه صفر سلنه پاتې شوې، چې په دې لړ کې د راولپنډۍ ضلع لومړی، اټک دویم او چکوال درېیم ځای لري.
