مقامی ۶ ستمبر ۲۰۲۶

د شپې تر ۸ بجو مخکې ډوډۍ خوړل د زړه روغتیا لپاره غوره، له ناوخته ډوډۍ خوړلو سره د ناروغیو خطر زیاتېږي

کوټه(ویب نیوز) د زړه متخصصینو په وینا د شپې ناوخته ډوډۍ خوړل د زړه او رګونو پر روغتیا منفي اغېز کولی شي. په یوه لویه طبي څېړنه کې له یو لک څخه زیاتو بالغانو د اوو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره څارنه شوې، چې پایلو یې ښودلې د ناوخته ډوډۍ خوړونکو کسانو کې د زړه ناروغیو، فالج او د رګونو د بندېدو خطر زیات و. د متخصصینو په وینا د انسان بدن د یوې طبیعي بیولوژیکي ساعت له مخې فعالیت کوي چې د وینې فشار، هورمونونه او میتابولیزم تنظیموي، خو د شپې ناوخته ډوډۍ خوړل دغه نظام ګډوډولی شي او د انسولین پر فعالیت او د وینې د شکر پر کچه اغېز کولی شي. څېړنې موندلې چې د شپې تر ۸ بجو مخکې ډوډۍ خوړونکو کسانو په پرتله له ۹ بجو وروسته ډوډۍ خوړونکو کې د دماغي رګونو اړوندو ناروغیو خطر زیات و، خو متخصصینو څرګنده کړې چې له ۹ بجو وروسته ډوډۍ خوړل په مستقیم ډول د ناروغۍ لامل نه کېږي، بلکې له ناوخته ویده کېدو او نامنظم ژوند سره یوځای د روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي.