چمن (ځانګړی راپور) د سپتمبر ۶ د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت د اقراء علمي مرکز چمن کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې ماشومانو د پاکستان شین هلالي بیرغ په پورته کولو سره د جوش ډک شعارونو سره پنډال له غږونو ډک کړ. په غونډه کې د اقراء علمي مرکز چمن ښوونکو او د هلکانو برخې سلګونو زده کوونکو ګډون وکړ.
د غونډې پیل د نهم ټولګي تکړه زده کوونکي محمد سلیمان د قران کریم په تلاوت سره وکړ، چې وروسته د قومي سرود د درناوي په خاطر ټول ښوونکي او زده کوونکي ودریدل او په ډیر درناوي یې قومي سرود وړاندې کړ.
غونډې ته جمعه خان اڅکزي، امان الله شادمن او مفتي مولانا محمد ابراهیم هم وینا وکړه.
د غونډې ځانګړي میلمه او د ادارې مشر، سینئر ژورنالیست او کالم لیکونکي سید سردار محمد خوندئی په خپله وینا کې وویل چې:
پاکستان زموږ هیواد دی او د دې د روښانه راتلونکي یوازینۍ لاره په ملي یووالي او د علم سره په مینه کې نغښتې ده. کومو قومونو چې د خپل وطن د ساتنې لپاره د قربانۍ ورکوونکو قدر کړی، هغوی نن هم د پرمختګ سترې کیسې جوړوي. د دې ریاست خدمت باید موږ د خپل توان مطابق وکړو، تر دې زیات موږ مکلف نه یو. د وطن او خاورې سره د وفا په خاطر زموږ مشرانو او ځوانانو خپل ځانونه قربان کړي دي.
په پای کې ټولو ګډونوالو شهیدانو او غازیانو ته د “زنده باد” په شعارونو سره سلام وړاندې کړ. د غونډې پای د مولانا سید محمد په دعا سره وشو.
