کوټه (ویب نیوز) د کوټې لوېدیځ مرستیال کمېشنر منیر احمد په لارښوونه د بروري مرستیال کمېشنر کاشف امر د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ په جناح ټاون او شهباز ټاون کې پر سړکونو او عامه لارو د درېدلو ګاډیو، ریړۍ لرونکو او تجاوزاتو پر ضد عملیات کړي دي. د عملیاتو پر مهال له سړکونو او عامه لارو څخه ریړۍ او نور تجاوزات لرې او لارې د خلکو د تګ راتګ لپاره پاکې شوې. تجاوز کوونکو ته د بیا تجاوز نه کولو خبرداری ورکړل شو، خو د خبرداري باوجود د سرغړونې دوام له امله ۲ کسان ونیول شول. مرستیال کمېشنر کاشف امر ویلي چې د ښاریانو د ستونزو د هواري او عامه اسانتیاوو لپاره به د تجاوزاتو پر ضد عملیات دوام ولري او له بیا تجاوز کوونکو سره به د قانون له مخې سخت چلند وشي.
