کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د یکشنبې په ورځ د نېکټا ملي همغږي کوونکي مېجر جنرل فیصل نصیر لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې په بلوچستان کې د امن او نظم پر عمومي وضعیت، د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو، استخباراتي همغږۍ او د دوامدار امن د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې خبرې وشوې. په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د نېکټا او بلوچستان حکومت ترمنځ پر همکارۍ، د قانون پلي کوونکو ادارو د وړتیاوو لوړولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د دوه اړخیزې همغږۍ د لا اغېزمنولو په اړه هم بحث وشو. وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د مېجر جنرل فیصل نصیر ارزښتناک خدمتونه وستایل او هغه ته یې د درناوي څرګندونه وکړه.
