تازه خبرونه ۷ ستمبر ۲۰۲۶

د هوايي ځواک د ورځې په مناسبت د بلوچستان وزيراعلیٰ د پاکستان هوايي ځواک شهيدانو او غازيانـو ته سلام وړاندې کړ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د هوايي ځواک د ورځې په مناسبت د پاکستان هوايي ځواک شاهينانو، شهيدانو او غازيانـو ته سلام وړاندې کړی او ويلي يې دي چې د هېواد د هوايي حريم په دفاع کې د پاکستان هوايي ځواک خدمتونه، قربانۍ او مسلکي وړتياوې د ملي تاريخ نه هېرېدونکې برخه ده. نوموړي په خپل ځانګړي پيغام کې وويل چې د راشد منہاس شهيد په ګډون د پاکستان هوايي ځواک زړورو اتلانو د وطن د دفاع لپاره د مېړانې، زړورتيا او قربانۍ تلپاتې داستانونه ليکلي دي او د دغو اتلانو قربانۍ به د راتلونکو نسلونو لپاره د عزم، حوصلې او هېوادپالنې روښانه بېلګه وي. وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي وويل چې تېر کال د مې په مياشت کې د معرکه حق پر مهال پاکستان هوايي ځواک د خپلې بې ساري مسلکي وړتيا، پرمختللو جنګي صلاحيتونو او بې مثاله زړورتيا په ښودلو سره د هېواد د هوايي حريم د دفاع روښانه روايت لا پياوړی کړ. د پاکستان هوايي ځواک د شاهينانو دغې اغېزمنې او د ستاينې وړ کارکردګۍ د ټول ملت سر په وياړ لوړ کړ او يو ځل بيا يې ثابته کړه چې د پاکستان د هوايي حريم دفاع په پياوړو او وړ لاسونو کې ده. هغه وويل چې د هوايي ځواک ورځ يوازې يوه ملي ورځ نه ده، بلکې د ملي يووالي، ټينګ عزم او له وطن سره د وفادارۍ د جذبې د نوي کولو موقع هم ده. ملت د خپلو شاهينانو مسلکي وړتيا، زړورتيا او دندې ته ژمنتيا په درنه سترګه ګوري او د پاکستان هوايي ځواک پر خدمتونو وياړي. وزيراعلیٰ وويل چې د هېواد د دفاع لپاره خپل ژوند قربان کوونکي شهيدان د ملت رښتيني اتلان دي، د هغوی قربانۍ هېڅکله نه شي هېرېدای او ټول ملت د شهيدانو له کورنيو سره ولاړ دی. د بلوچستان وزيراعلیٰ دعا وکړه چې الله تعالی دې د پاکستان هوايي ځواک د ټولو شهيدانو درجې لوړې کړي، هغوی ته دې په جنت الفردوس کې اعلیٰ مقام ورکړي او د هغوی کورنيو ته دې صبر او استقامت نصيب کړي. نوموړي د پاکستان هوايي ځواک د غازيانو او اوسنیو شاهينانو د سلامتۍ، بريا او لا زياتې سرلوړۍ لپاره هم نېکې هيلې څرګندې کړې.