تازه خبرونه ۸ ستمبر ۲۰۲۶

دښمن ته تر ماتې ورکولو پورې به په پوره قوت مقاومت ته دوام ورکوو، ایراني ولسمشر

کوټه (ویب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران تل د جګړې مخالف پاتې شوی، خو د تېري پر وړاندې به په پوره قوت مقاومت ته دوام ورکړي. نوموړي په ټولنیزه شبکه اېکس کې په خپل بیان کې ویلي چې ایران د خپلو خلکو د ګټو او سیمه‌ییز امنیت د ساتنې لپاره د شخړو له پارولو ډډه کوي، خو د دښمن تر ماتې پورې به په پوره قوت مقاومت روان ساتي. هغه زیاته کړې چې ایران به د خپل ملت د حقونو ساتنه کوي. بلخوا د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان شاهرام ایراني امریکا ته خبرداری ورکړی چې ایران د اړتیا په صورت کې د دښمن ځواکونه په هر ځای کې د فلج کولو وړتیا لري. نوموړي ادعا کړې چې د ایراني ځواکونو عملیاتو مخالفین حیران کړي او د هغوی پوځي وړتیاوې یې اغېزمنې کړې دي، په داسې حال کې چې ایراني سمندري ځواکونه د مخالفو ځواکونو څارنه په دوامداره توګه کوي.