کوټه (ویب نیوز) ایران د امریکا د سختو بندیزونو سربېره له چین سره د میلیاردونو ډالرو سوداګرۍ لپاره یو پټ مالي سیستم جوړ کړی چې له مخې یې ایراني خام تېل چین ته ورکول کېږي او په بدل کې له چین څخه درمل، موټر، مخابراتي وسایل او پوځي تجهیزات واردېږي. د رویټرز د ځانګړي راپور له مخې، په دې سیستم کې چینايي پېرودونکي د ایراني تېلو پیسې په مستقیم ډول نه ورکوي، بلکې یوې ځانګړې مالي سرچینې ته یې جمع کوي او ایراني اړوند بنسټونه له همدې اعتبار څخه د چینايي توکو د پېرلو لپاره کار اخلي. اټکل کېږي چې په تېرو یو کال کې د دغه سیستم له لارې شاوخوا له دوو تر دوه نیمو میلیاردو ډالرو پورې سوداګري شوې ده. راپور وايي، دغه سیستم د کرونا وبا پر مهال د واکسینونو او درملو د برابرولو لپاره پیل شوی و، خو وروسته د ایران د دفاعي او ملکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وکارول شو او تېر کال د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د هوايي دفاعي تجهیزاتو د برابرولو په تړونونو کې هم ترې استفاده شوې ده. چین د ایران د تېلو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او په ۲۰۲۵ کال کې یې د ایران له ۸۰ سلنې څخه زیات تېل اخیستي وو. کارپوهان وايي، بیجینګ د دغه سیستم له لارې له امریکا څخه د ثانوي بندیزونو پر وړاندې خپل بانکونه خوندي ساتي او له ایران څخه ارزانه تېل ترلاسه کوي، خو چینايي حکومت د دغه ځانګړي سیستم په اړه له معلوماتو ناخبري ښودلې او ویلي یې دي چې هغه یو اړخیز بندیزونه چې د نړیوال قانون خلاف وي، نه مني. بل لوري ته امریکا پر ایران فشار زیاتوي او د ټرمپ اداره له خپلو متحدینو سره په ګډه هڅه کوي چې د ایران د اټومي پروګرام لپاره مالي سرچینې محدودې کړي.
