کوټه (ویب نیوز) امریکايي چارواکو ادعا کړې چې ایران په خپلو تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې د مخکې زیرمه شوو پرزو په مرسته د بالستیک توغندیو تولید بېرته پیل کړی دی. امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د توغندیو پر مرکزونو او صنعتي تاسیساتو له بریدونو سره سره ایران د مایع او جامد سون توکو لرونکو توغندیو په راټولولو او جوړولو بوخت دی. د راپور له مخې ایران له موجودو پرزو څخه په ګټې اخیستنې په تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې بالستیک توغندي تولیدوي، خو د جګړې له پیل مخکې په پرتله اوس یې تولید په محدوده کچه روان دی.
