تازه خبرونه ۱۱ ستمبر ۲۰۲۶

ټرمپ په اردن کې د امریکايي پوځي الوتکو د زیانمنېدو راپورونه رد کړل

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اردن کې د ایراني بریدونو له امله د څو امریکايي پوځي الوتکو د زیانمنېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په اردن کې امریکايي هوايي اډې ته هېڅ زیان نه دی اوښتی. تر دې مخکې امریکايي رسنیو او چارواکو راپور ورکړی و چې د اردن پر مؤفق السلطي هوايي اډې د برید پر مهال یوه اې-۱۰ او اته اېف-۱۵ جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي، خو ټرمپ دغه راپورونه بې‌اساسه بللي دي.