تازه خبرونه ۱۲ ستمبر ۲۰۲۶

استعماري فکر لرونکي نړۍ وېشي، پوتین

کوټه (ویب نیوز) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې استعماري فکر لرونکي کسان نړۍ وېشي او د نورو هېوادونو پر سرچینو خپل ژوند پر مخ وړي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین ویلي چې دغه کسان د نړۍ د بدلېدونکي واقعیت منلو ته چمتو نه دي او د سیالانو د کمزوري کولو لپاره سوداګریزه جګړه، غیرقانوني بندیزونه، اقتصادي فشار، باج اخیستنه او د زور کارول کېږي. نوموړي وویل چې د نړیوالو اړیکو نظام له جدي ستونزو سره مخ دی، روسیه د نړیوالو چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرکزي رول او د ملګرو ملتونو د منشور د پیاوړتیا ملاتړ کوي، خو ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو منشور د نامعلومو اصولو په یوه نظام بدل کړي.