کوټه (ویب نیوز) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي پلاوي په چین کې په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی او د سیمهییز او نړیوال امنیت د پیاوړتیا او ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. د وزارت د دفتر لوی رئیس لوی پاسوال مولوي زینالله عابر ویلي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او افغانستان د ګډ امنیت، متقابل درناوي، نهمداخلې او اقتصادي اتصال ملاتړ کوي. هغه وویل، جګړې، ترهګري، نشهیي توکي، سازمانیافته جرمونه، سایبري ګواښونه، ناقانونه کډوالي او اقتصادي بېثباتي نړیوالې ستونزې دي چې د یوه هېواد له لوري په یوازې ځان نه شي حل کېدای. نوموړي د استخباراتي معلوماتو شریکولو، د سرحدونو د امنیت، د نشهیي توکو او قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې او د امنیتي ادارو د مسلکي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. مولوي زینالله عابر له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان د سولې، ثبات، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له نړیوالې ټولنې سره عملي همکارۍ ته چمتو دی.
