کوټه(ویب نیوز)د یوه امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته القاعدې یو ځل بیا په دغه هېواد کې د روزنیزو مرکزونو جوړول پیل کړي دي. د امریکايي او لوېدیځو استخباراتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې القاعدې او له هغې سره تړلو ډلو په افغانستان کې لږ تر لږه ۸ روزنیز مرکزونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې د داعش په ګډون د نورو وسلهوالو ډلو شتون هم د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په لږ تر لږه ۱۴ ولایتونو کې ثبت شوی دی. کارپوهان وايي، اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې مخکې له دورې سره توپیر لري، ځکه هغه مهال د القاعدې تمرکز پر امریکا او د هغې پر متحدینو د سترو بریدونو پر پلان جوړولو و، خو اوس په افغانستان کې ډېری وسلهوالې ډلې پر سیمهییزو او کورنیو شخړو تمرکز کوي. د کارپوهانو په وینا طالبان هم دې ته متوجه دي چې د افغانستان له خاورې داسې فعالیتونه بیا ترسره نه شي چې نړیوال ځواکونه د طالبانو حکومت ته متوجه کړي.
