کوټه(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران له امریکا سره د تړون کولو لپاره پرلهپسې اړیکې نیسي او دی تمه لري چې د نومبر له منځمهالو ټاکنو سمدستي وروسته او یا ښايي تر هغې مخکې د ایران جګړه پای ته ورسېږي. ټرمپ په ایرلنډ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، د جګړې له پای ته رسېدو سره به په نړیواله کچه د تېلو بیې په چټکۍ راټیټې شي، خو امریکا به له ایران سره داسې تړون ونه کړي چې مناسب نه وي. د هرمز تنګي په اړه د خلیجي هېوادونو او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه ټرمپ وویل چې په دې اړه خبرې کول یا نه کول د اړوندو هېوادونو خپله پرېکړه ده. د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه نوموړي وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ته یې سپارښتنه کړې چې د روسیې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو له بریدونو ډډه وکړي. د مصنوعي ځیرکتیا په اړه ټرمپ وویل چې ځینې کړۍ د مصنوعي ځیرکتیا په اړه داسې اندېښنې خپروي چې له حقیقت سره تړاو نه لري، امریکا په دې برخه کې له چین څخه مخکې او د نړۍ تر ټولو پرمختللی هېواد دی او غواړي دا برتري وساتي. هغه وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا په سیالۍ کې به بریالی هېواد برلاسی وي. د امریکا د سود کچې په اړه ټرمپ وویل چې باید په نړۍ کې تر ټولو ټیټه سود کچه په امریکا کې وي. د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د سرمشریزې د لغوه کېدو د احتمال په اړه ټرمپ وویل چې اندېښنه نه لري، او د وینزویلا د ټاکنو په اړه یې وویل چې هلته به ټاکنې هغه مهال ترسره شي چې دوی ورته چمتو وي.
